معلولو مجاهدینو ته د فني، حرفوي او مدیریتي زده‌کړو زمینه برابرېږي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۱:۵۱
معلول مجاهدین

 

د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین مولوي هبةالله حفظةالله د حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ، د دفاع وزارت او تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ته دنده سپارل شوې ده؛ چې معلولو مجاهدینو له تثبیت او تشخیص وروسته د فني، حرفوي او اداري زده‌کړو زمېنه برابره کړي.
هغې ناستې ته چې په همدې مناسبت د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د ځینو پورته ذکر شویو ادارو د استازو په شتون کې جوړه شوې وه؛ د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري وویل: د مشرتابه د حکم په اساس دا زموږ او ستاسې دنده ده؛ چې معلول مجاهدین په امنیتي ادارو شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او همدارنګه په ښار، ولسوالیو او کلیو کې تثبیت او تشخیص کړو، د ملي دفاع وزارت سره په همکارۍ د هر ولایت په کچه هغوی ته د فني، حرفوي او اداري زده‌کړو او استوګنې مرکزونه ترتیب او تنظیم کړو، ترڅو هغوی مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړي او په راتلونکي کې د ادارې او مدیریت په برخه کې ادارو او همدارنګه د ماهر او مسلکي کاریګر په توګه د کار بازار کې خپل خدمات وړاندې کړي.
ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه: د مرکز او همدارنګه د حرفې او مسلک انتخاب د هر معلول مجاهد وړتیا او په خوښه یې تر سره کېږي.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه؛ چې د هرې ادارې اړونده دندې او مسئولیتونه به د رسمي مکتوب په اساس پورته ذکر شویو ادارو ته استول کېږي؛ ترڅو په یاد ډګر کې عملي فعالیت پیل شي.
 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته