ننګرهار کې ۱۱۵ تنه یتیمو ماشومانو سره د نقدي پیسو مرسته وشوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۲:۱۸
ننګرهار


په ننګرهار ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۱۵تنه یتیمو ماشومانو د ملاتړ په موخه د هغوی د سرپرستانو په حضور کې نقدي پیسې ووېشل شوې؛ چې ټیټ مقدار یې۴۱۵۰ افغانۍ، اوسط یې ۳۱۱۱۰ افغانۍ او لوړ مقدار یې ۶۲۲۲۰ افغانۍ وي او مجموعي ارزښت یې ۲۵۶۳۲۷۰ افغانۍ کیږي.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله  حقاني له همکارې موسسې د مننې سربېره؛ له نورو ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو او همکارو موسساتو څخه هم وغوښتنل، چې په هېواد کې د سړې هوا په راتګ سره له یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو لاس‌نیوی وکړي ترڅو تر یوه بریده هغوی ته د ژوندانه سهولتونه برابر شي.
د یادولو ده، چې یاده مرسته د HAS همکارې موسسې په مالي ملاتړ له یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو سره ترسره شوه؛ ترڅو هغوی له شاقه کاره راوګرځوی او خپل تعلیم ته ادامه ورکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته