ننګرهار کې ۲۹۰ اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۱۷
ننګرهار

 

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۲۹۰ اړمنو کورنیو ته د دوربابا او نازیانو په ولسوالیو کې؛ ته هرې کورنۍ ته ۹۲۰۰؛ مجموعاً ۲۶۶۸۰۰۰ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه.

د یادې مرستې د وېش پرمهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د نړیوالې موسسې ټي‌ډي‌ایچ (TDH) څخه د مننې سربېره له نورو ملي او همکارو نړیوالو موسساتو او خیریه مرستندویه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، چې د ژمي په موسم کې د اړمنو او بېوزلو کورنیو لاسنیوي او ملاتړ وکړي.
د یو بل خبر له مخې:

 ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ او د پي ایم اس(PMS) همکارې مؤسسې  په مالي ملاتړ ۴۶۴ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ژمني جامې  هم ووېشل شوې.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د کارګر حقوق یوازې په اسلامي شریعت کې خوندي دي


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل: د نړۍ ټولو حقوقي نظامونو په پرتله یوازې اسلامي شریعت دی؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

ننګرهار کې ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال په سولر او انورټر حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۲۹۲۵۰۰ افغانیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

بیرته خبرونو ته