په لغمان کې اووهدیرش تنو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو هغو اووهدیرش تنو هېوادوالو ته د ۹۵۵۵۰۰ افغانیو په ارزښت د کاروبار توکي ووېشل شول؛ چې د سروې په ترڅ کې مستحق پېژندل شوي وو.
هغې غونډې ته چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د لغمان ولایت د کار او ټولنيزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې وویل: یادو هېوادوالو ته د دوکاندارۍ، مالدارۍ، قصابۍ او د مبايل ترمیم په حرفو کې د کار زمینه برابره شوه او هر یو ځوان ته په اوسط ډول د څه کم ۲۶۰۰۰ افغانیو په ارزښت کاري وسايل وېشل کیږي.
د لغمان ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست، له سرف- افغانستان همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره په دې ډګر کې له نور مرستندویه بنسټونو او مؤسسو څخه هم د مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو وکولای شو هېوادوالو ته په دایمي ډول د کار زمینه برابره کړو