په کندز کې یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته څه د باندې پنځه‌میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۲۵
کندز

د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ له۱۸۲ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو سره، چې د ځانګړې سروې په ترڅ کې تشخیص شوي وو؛ في نفر ته په اوسط ډول ۳۴۹۸۰؛ مجموعاً ۵۳۵۵۴۲۰  افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.

د یادې مرستې د وېش پرمهال د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د بشري مرستو د ټولنې(HAS) له همکاریو څخه د مننې سربېره له نور همکارو ملي او نړيوالو مؤسساتو او خیریه مرستندويه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د ژمي په موسم کې د زیانمنو، د سرک پرمخ کارګرو، بېوزلو، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو لاس نیوی او ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپل بشري فعالیتونه لا پراخ کړي، ترڅو یادو قشرونو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

کونړ کې ۸۲۳ تنه زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د څه باندې۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نقدي پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۲۳ تنه له زیان سره د مخ مېرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۹۴۲۳۷۴۶ افغانیو په ارزښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د کار چارو معین د ناروې د کډوالو شورا له مشر سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ناروې د کډوالو شورا له مشر ښاغلي تاریا مګنوسن واټرډال سره وکتل.

کتنه کې ښاغلي تاریا له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د ټولنیزو چارو معين د افغانستان ملي راډیو تلویزیون له رئیس سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او ورسره مل پلاوي د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د لوی ریاست له عمومي رئیس قاري محمد یوسف احمدي سره وکتل. . .

بیرته خبرونو ته