کابل کې د فني او حرفوي زده‌کړو لپاره له ۲۸۰ تنو ځوانانو ازموینه واخستل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۵
کابل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛  خیرخانې سیمه کې پروت د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز ته د نویو زده‌کوونکو د جذب په موخه له ۲۸۰ تنه ځوانانو په مختلفو ( نلدوانۍ، ساختماني برېښنا، فلزکارۍ او خياطۍ) حرفو کې په ډلیزه توګه آزموینه واخستل شوه، چې له یادو ځوانانو څخه به یواځې ۱۲۰ تنه جذب شي؛ ترڅو په نظري او عملي ډول فني او حرفوي زده‌کړې ترلاسه کړي.

 په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د فني او حرفوي زدهکړو د مراکزو د تنظيم رئیس مولوي عبدالواحد فایز  په خپلو خبرو کې وویل: دغه ځوانان به تر شپږو میاشتنیو  نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته؛ د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازارته واړندې شي.

همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ د کار او ټولنیز چارو وزارت هڅه داده تر څو په ټولنه کې د بیکارۍ کچه راټیټه، یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې او په ځانګړي ډول ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړي تر څو هغوی و کولی شي، چې خپل هیواد او ټولنې ته د خدمت ترڅنګ؛ خپلې کورنۍ ته هم حلاله نفقه پیداکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۵۲
Background image

د بشري ځواک په لوی ریاست کې  د پښتني بانک څانګه پرانستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک په لوی ریاست کې د مراجعینو او کارکوونکو لپاره د نورو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه نن د دواړو لوریو چارواکو په شتون کې د پښتني بانک څانګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د انفرادي پوهاوي پروګرام جوړ شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د وزارت د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه د کارکوونکو د انفرادي پلان‌ جوړونې ترعنوان لاندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۲۹
Background image

ارزګان کې ۱۲۷ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د ارزګان ولايت د کار او ټولنیزو چارو رياست په هڅو؛ په مرکز ترینکوټ کې ۱۲۷ تنه ځوانان د مبایل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو د انجن ترمیم، موټروایرینګ او موټرسایکل په حرفو کې تر شپږ مياشتنيو نظري. . .

بیرته خبرونو ته