افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت څخه د ۳۶۶ تنه شاګردانو فراغت غونډه
دغو فارغانو چې اوو مختلفو (کمپیوتر، انگلیسی، خیاطی، نجاري، برق، ساختماني و نلدوانی) څانګو کې يې شپږ مياشتې او همدارنګه څلور څانګو کې يو کال زده کړې تر سره کړې وې، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالي او اداري چارو مرستيال او سرپرست وزير څارنوال عبدالولي، د مهارتونو پراختيا رئيس او ځينو نورو ميلمنو له لوري ورته فراغت پاڼې و ويشل شوې.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست؛ فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: فن او حرفه د آرامه ژوند جوړولو یو ښه عامل دی.
نوموړي زياته کړه: د کار او ټولنيزو چارو وزارت نوي رهبري هڅه کوي، څو د ورته مسلکي زده کړو بهير لا ګړندی او ځوانانو ته مختلفو برخو کې د کارموندنې په موخه مسلکي زده کړې و رسوي.
ناسته کې د مهارتونو د پراختيا رئيس توريالي مجيدي هم خبرې وکړې و يې ويل چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مسؤل شخص په توګه به هڅه وکړي، چې يادو فارغانو ته د خصوصي سکتور مختلفو برخو کې د کار زمينه برابره کړي.
غونډه کې د افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت آمر هم فارغانو ته مبارکې وویله، زیاته یې کړه: افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت شاګردانو ته د فن او حرفې ور زده کولو تر څنګ د کارموندنې په برخه کې هم هڅه کوي.
د افغان ـ کوريا آمر زیاته کړه، چې د ۱۴۰۰ کال ښوونیزه او روزنیزه دوره کې له اوو (کمپیوتر، انگلیسی، خیاطی، نجاري، برق، ساختماني و نلدوانی) څانګو څخه ۳۶۶ تنه ( انجونې او هلکان) فارغ او نن یې د فراغت پاڼو ویشلو شاهد یو.
هيره د نه وي، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي د افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت مختلفو څانګو څخه هم ليدنه و کړه او د چارو د لا ښه والي په موخه يې د انستيتنوت مسؤلينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.