د وزارت په اړه
په ۱۳۵۹ لمریز کال کی د یو شمیر ادارو د ادغام چې په غیرمنسجم او پراګنده ډول یی دکار اوټولنې د رفاه په ساحه کې ګړنې درلودې، یو ریاست د « ریاست عمومی کار وتآمیناتاجتماعی» په نامه د هغه وخت د وزیرانو د شورا په چوکاټ کې د دولتی ادارې مرکزی أرګانپه بڼه په فعالیت پیل و کړ.
په ۱۳۶۳ کال کی دې ریاست د « کمیته دولتی کار و تأمینات اجتماعی» په عنوان د یوې مستقلې ادارې په حیث موقف ته تغیر ورکړ اود ۱۳۶۷ کال دمیزان په میاشت کې د« اداره مرکزی کارو تأمینات اجتماعی» په نامه د رتبې څخه په لوړه کچه منظور او فعالیتونه یې ددولتی ادارو، غیردولتی او په افغانستان کې مېشتوبهرنیومؤسسو په سطحه پرمخ یوړل.
په ۱۳۶۹ کال کې د وړکتونونو ریاستونه، پرورشګاه او د مېرمنوټولنه چې کاری قلمرو یې د ټولنې د رفاه په لوری دﺉ د هغه وخت د دولتد ۸۱۶ ، ۵/۳/۱۳۶۹ ګڼې فرمان په اساس او د دې ادارې لپاره دملی شورا څخه د دې ادارې مدغمېدل تاأید اود وزارت په سطحه یې ارتقأوکړه.
په ۱۳۷۶ کال کې په کابل باندې د طالبانو د تسلط څخه وروسته دې وزارت د دوهم ځل لپاره د مافوق رتبه عمومی ریاست په سطحه دموقف ټیټ والۍ و موند.
دمؤقت ادارې په منځ ته راتلو سره دا ریاست بیا د وزارت په سطحه ترقی وکړه او په ۱۳۸۵ کال کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت دریاست د ۱۹۰۳ ، ۲۳/۵/۱۳۸۵ حکم په اساس د شهیدانو او معلولینو وزارت سره یو ځای شو.
اوس دا وزارت د ۴ معینیتونو او ۳۴ولایتی ریاستونو لرونکۍ دﺉ.
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوریت له کلیدي وزارتونو څخه دی چې د کار د چارو، ټولنیزخوندیتوب، او د معلولیت لرونکو او شهیدانو د کورنیو لپاره د رفاه او خدمتونو برابرولو لپاره هڅې کوي.
د ټولنيز مصؤنيت د يو دوامدار سيستم رامنځته کول .
د تقاعد يو ګټه ور سیستم رامنځته کول چي له مالي پلوه دوامدار وي .
په ټولنه کې د ګوښه شويو ګروپونود هڅوني ګدون لپاره هڅي .
په ټولنه کې د ګوښه شويو ګروپونود هڅوني ګدون لپاره هڅي .
په افغانستان کې د ماشومانو د کار له منځه وړل .
د نااندوليو په وړاند مبارزه تر هغو چي بي وزلي له احتياج څخه خلاص شي.
په افغانستان کې د تفاهم ليک اود زریزو د پرمختايي موخو له پلي کيدو څخه ملاتړ .
معلولو کسانو او ښځو ته د په زده کړه ، مهارتونو او پرمختيايي برخو کې لومړيتوب ورکول .
د هغه قوانينو وضع کول چي د معلولو کسانو او ميرمنو ملاتړ وکړي او پياوړي کړي .
د ټولو نړيوالو کنوانسيونونواو قوانينو تصويب .
د وزارت د ټولو کارکونکو د کاري وړتياو لوړول .
د کاري قوتونو د پياوړي کولو لپاره داستخدام په موخه د پروژو ، پروګرامونو ، پاليسيو د طرحو تطبيق يا پلي کول .
په مخدر موادو د روږدو کسانو يا معتادينو د شمېري کمول .
د وزارت او مرسته کونکو انجوګانو تر منځ د ښه هماهنګي رامنځته کول .
د افغانستان د رفاهي صندوق رامنځته کول او زکات لپاره د تکس پيژندنه .
کاري مسايلو د مقرراتو توشيح او تسويد .
د ماشومانو د مصؤنيت د سکرتريت رامنځته کول .
د ټولو روزنتونواو وړکتونونو د خصوصي کولو لپاره لازم چمتوالي .
د پنځو کلو په اوږدو کې د ورځيني څارني لپاره د 170 مرکزونو رامنځته کول .
د سختو شرايطو لپاره د ميرمنو د ساتني په موخه د پناه ځاينو رامنځته کول.
درسړک د مخي د ماشومانو لپاره د هوسايني برابرول .
د هيواد له 15 څخه په زياتو ولايتونو کي د کارموندني لپاره د خدماتې مرکزونو رامنځته کول .
د خزينه او تقاعد له رياست سره د شهيدانو او معلولينو د کورنيو د مرستو د پرداخت دسيستم مدغم کول .