د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال د هیواد له ځینو جیدو علماوو او یو مخترع ځوان سره ولیدل

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۲۰:۵۴
W


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال  وزیر الحاج مولوی دین محمد حقبین د هیواد وتلي جید عالم؛ مولوي محمد اکبر افضلي، مولوي عاقل جان عثماني سره ولیدل په یاده کتنه کې د بشري سرچینو رییس مولوي محمد طیب حضور درلود.
دا کتنه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري معینیت په دفتر کې ترسره شوه؛ د هیواد ځوان مخترع محمدصابر هم حضور درلود او د خپلو اختراعاتو ډول او څرنګوالی په اړه له مولوي حقبین سره معلومات شریک کړل او وویل چې تر اوسه یې له پنځلس ډول څخه زیات اختراعات د بریښنا په ډګر کې له عامو خلکو سره شریک کړی دی او په دې اړه یې د مالي او اداري مرستیال وزیر څخه د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ویلو وړ ده چې د مالي او اداري مرستیال  وزیر الحاج مولوی دین محمد حقبین له مخترع ځوان سره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه او هغه یې په یاد ډګر کې د نورو اختراعاتو لاسته راوړلو او پرمختګ په موخه وهڅوه.
 
 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته