تورخم ښارګوټي او سپینبولدک کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره خدمات ترسره کیږي
د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کميټې سره په همغږۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د کندهار ولایت سپینبولدک او د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې د دې وزارت مېشتو تخنیکي ټیمونو پرون د یکشنبې په ورځ ۴۳۴تنه بېرته راستنېدونکي هېوادوال سیستم کې ثبت او مختلفو برخو کې یې هغوی ته خدمات ترسره کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیمونه توانیدلي چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې ۱۸۹تنه او د کندهار ولایت سپینبولدک ولسوالۍ کې ۲۴۵تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې ثبت کړي، او هم د روغتیايي خدماتو، د ترانسپورت د تنظیم او د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ په برخو کې د هغوی لاسنیوی وکړي. په همدې توګه یو شمېر ماشومانو ته یې د افغانستان پېژندنې، رواني روغتیا او د نورو اړینو مواردو په اړه هم عامه پوهاوی ورکړی.
د یادولو ده چې سیستم کې د هغوی د ثبتولو موخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د تعلیم او تحصیل د سویې معلومول او فني او حرفوي زدهکړو ته یې لاسرسی دی چې له دې لارې به په راتلونکي کې د کاري فرصتونو په برابرولو کې آسانتیاوې رامنځته شي، چې د دې لړۍ له پیل څخه تر پرون یکشنبې پورې ټولټال ۲۳۰۲۶تنه کډوال سیستم کې ثبت شویدي.