د کار او ټولنیزو چارو وزارت، هم‌کارو مؤسساتو سره د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۹:۳۴
1

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري او د کار چارو معینانو، د ۱۵ ملي او نړیوالو مؤسساتو سره د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د وزارت مالي او اداري معین مولوي دین‌محمد حقبین خپلو خبرو کې مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره څرګنده کړه: د خوښۍ ځای دی چې نن  د هېواد د مختلفو ولایتونو د اړمنو او بې‌وزله اوسیدونکو څخه د ملاتړ په موخه پروژې لاسلیک شوې، چې په تطبیق سره نه یوازې دا چې هغوی ته خدمات عرضه شي؛ بلکه په مستقیم او غېرمستقیمه توګه به د کاریابۍ زمینه هم برابره شي. نوموړي ټینګار وکړ چې مؤسسات باید د افغانستان د اسلامي امارت د اصولو سره سم خپل فعالیتونه ترسره او د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې دې شفافیت او عدالت په پام کې ونیسي.همداراز یې ټینکار درلود چې بشري مرستې نباید سیاسي ملحوظاتو سره وتړل شي، بلکه د افغانستان د خلکو ستونزو ته په کتو پدې برخه کې پرته له هېڅ‌راز توپير او تعصب څخه عملي اقدام وشي. 
و رپسې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان‌آغا هم خپلو خبرو کې د هېواد په سطحه د کار د زمینو د برابرولو، اړمنو اقشارو ته د رسیدګۍ او په نورو اړونده برخو کې د وزارت مشرتابه د ژمنتیا او د پاملرنې څخه ډاډ څرګند؛ او له مؤسساتو یې وغوښتل چې د خپلو پروژو په تطبیق کې دې د وزارت سره په هم‌غږۍ او مشترکه توګه کار وکړي ترڅو هېوادوالو ته خدمات په غوره توګه وړاندې شي.
د ویلو ده چې یاد ۲۲ هوکړه لیکونه چې له امله به یې د هېواد په ۲۵ولایتونو کې ۱۶۷زره تنه مستفید شي، د ماشومانو څخه د ملاتړ، روزنتونونو کې د بې‌سرپرسته او یتیمو ماشومانو سره مرسته او د هغوی کفالت، د فن او حرفو زده‌کړو، بشري مرستو او  د اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د کارموندنې په برخو کې د ۱ میلیارد او ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شول.
نننۍ ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو څخه د ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن، د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز، د بهرنیو اړیکو ریاست سرپرست حافظ عزیزالرحمن؛ او د وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي هم ګډون درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته