د کابل نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګه پرانیستل شوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري پلان او د ریاستالوزراء د هدایت په اساس د کابل نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګه پرانیسته.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د بشري ځواک عمومي رئیس مولوي حسین احمد مدني په خپلو خبرو کې وویل: د کابل نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو وېش د څانګې له پرانېستلو څخه یې موخه، بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د لازمو سهولتونو برابرول او په هېواد کې د بهرنیو کاریګرو د کار قانوني کېدل دي.
مولوي مدني همدا راز زیاته کړه: په هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې د کار جوازونو د وېش مرکزونو په پرانېستلو سره به د هغو بهرنیو ماهرو او مسلکي کاریګرو په استخدام او تګ راتګ کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي، چې کار ته یې شدیده اړتیا لیدل کیږي.
د ویلو وړ ده، چې څه موده وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تورخم ښارګوټي کې هم بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګه پرانیستې وه او په پام کې ده، چې د هېواد په ټولو ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګرونو کې به دا ډول مرکزونه پرانیستل شي، چې ۲۴ ساعته خدمات به وړاندې کوي