د آریانا طبي کمپلکس سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۸:۳۴
کابل

په حمایوي مرکزونو او روزنتونونو کې د یتیم او بې‌سرپرسته ماشومانو د غوره وقايې، تشخیص او درملنې په منظور؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ له آریایانا طبي کمپلکس سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛
د ټولنیزو چارو معین مولوي عبیدالله امین‌زاده په خپلو خبرو کې وویل: د روغتیا په شمول د ټولنې محرومو او زیانمنو اقشارو  هر ډول ستونزو او ننګونو ته رسېدنه او د هغوی لاسنیوی؛ نه یوازې د افغانستان اسلامي امارت بلکه د ټولو وګړو او بنسټونو له اساسي شرعي او انساني دندو څخه شمېرل کیږي؛ چې د آریانا طبي کمپلکس له دغه انساني احساس څخه مننه کوو او هغه ستایو.

مولوي امین‌زاده زیاته کړه، خوښ یو؛ چې د هوکړهلیک  له لاسلیک وروسته په کابل او ولایاتو کې د زیانمنو اقشارو په مرکزونو او روزنتونونو کې شاملو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشوماتو ته په ځانګړي تخفیف سره معیاري صحي خدمات وړاندې کیږي.

ورپسې د آریانا طبي کمپلکس روغتون سرطبیب ډاکتر خیبر صدیقي هم په خپلو خبرو کې وویل: پخوا مو هم دا ډول خدمات وړاندې کړي او اوس د خوښۍ ځای دی، چې له هوکړه‌لیک سره به هېواد تر ټولو زیانمن او مستحق قشر ته له دې وروسته په منظم او معیاري ډول روغتیايي خدمات وړاندې کیږي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

بیرته خبرونو ته