د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره د همغږۍ ناسته وشوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۰
تعقیب تعهدات کنفرانس

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي سره وکتل. کتنه کې د کار چارو معین په خپله وینا کې د دې ترڅنګ، چې مختلفو برخو کې د یاد وزارت هڅې وستایلې، څرګنده یې کړه چې: د کار ملي کانفرانس یو له عمده موخو څخه په راتلونکو پنځو کلونو کې نږدې یو نیم میلیون هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري زمینو اېجاد دی، چې په کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم شاوخوا ۵۵۰زره تنو ته د کارموندنې ژمنه کړې ده او غواړو له ټولو ادارو سره د ترسره شویو هوکړه لیکونو مطابق، د کانفرانس له پای ته رسېدو وروسته د بشري ځواک په استخدام کې د هغوی د اجراآتو څخه ډاډ ترلاسه او خپلو ولسونو ته معلومات ورکړو، چې په دې موده کې کوم شمېر هېوادوالو ته په کومو برخو کې د کار زمینه برابر شوې ده. ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ او په مختلفو برخو کې مثبتې او د پام وړ لاسته‌راوړنې موجودې دي، خو فقر او بېکاري د خلکو له اساسي ستونزو څخه دي، چې باید ټول په مشترک ډول خپل مسؤلیتونه ترسره او فعالیتونه ګړندي کړو، ترڅو په دې برخو کې هم پرمختګونه پراخ شي. الحاج عزیزي د خپلو خبرو په دوام وویل: له نېکمرغه په زرګونو جریبه ځمکه په مختلفو برخو کې د پانګې‌اچونې په موخه ځانګړې شوې او د وېش د څرنګوالي میکانېزم یې هم چمتو شوی دی، چې ګڼ شمېر خلکو ته به د کار زمینې برابرې شي او هم به په اقتصادي برخه کې ستر بدلون رامنځته کړي. همداراز یې څرګنده کړه، چې د کار په ملي کانفرانس کې د ترسره شوې ژمنې د عملي کېدو لپاره اقدام شوی او په دې اړه به لازم معلومات د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریک شي. په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې یوه مشترکه تخنیکي کمېټه به رامنځته او په اړوندو برخو کې به له نږدې کار کوي. د یادولو ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار په ملي کانفرانس کې له ۱۵ ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او اوس غواړي، چې یادې ژمنې تعقیب کړي، چې پیل یې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه وو او دا لړۍ به دوام ومومي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته