د کار چارو معین د ناروې شاهي دولت لخوا افغانستان لپاره د ټاکل‌شوي خپلواک کمېسون مشر سره ولیدل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۱۳
ناروي هېواد استازی

د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د ناروې شاهي دولت لخوا افغانستان لپاره د ټاکل‌شوې خپلواک کمېسون مشر بجورن تورن ګوډال او مل پلاوي سره ولیدل.
د ناستې په پیل کې د ناروې شاهي دولت لخوا افغانستان لپاره د ټاکل‌شوي خپلواک دوه‌یم کمېسون مشر بجورن تورن ګوډال او مل پلاوي په تیرو شلو کلونو کې د خپلو تجربو، لاسته‌راوړنو، تیرو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي ته معلومات ورکړل.
ښاغلي بجورن تورن ګوډال زیاته کړه: په داسې یو ګزارش کار کوو ترڅو د تیرو کلونو تجربې، ناکامۍ او بریاوې د یوې څیړنې په بڼه د ناروې له ولس، دولت او نړیوالو سره شریکې کړو.
د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم افغانستان ته د هغوی له راتګ څخه د مننې ترڅنګ په ټولنیزو چارو، زیان‌منو اقشارو‌، فني او حرفوي زده‌کړو، په هېواد کې د بېکارۍ کچې کمښت کې د هغوی د پانګه‌اچوونې او پاملرنې غوښتنه وکړه.
په پای کې ښاغلي ګوډال ژمنه وکړه؛ چې د افغانستان اسلامي امارت ټولې غوښتنې به د ناروې شاهي دولت او نړیوالو سره شریکوي.

 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته