د کار چارو معین  د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارو له مشرانو سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۸:۴۵
د کار معینیت

 

د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې؛ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) مشر عرفات جمال او د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) مشرې می‌یا پارک سره ولیدل.
د غونډې په پیل کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي میلمنو ته ښه‌راغلاست سربېره وویل: د ملګرو ملتونو د کډوالو چارې ادارې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ډیر کاري مشترکات لري، چې په اوس‌مهال له ایران او پاکستان هېواد څخه راستنېدونکو کډوالو ته د راتګ، میشتیدو، د ژوند اسانتیاوو برابرولو او کاري فرصتونو په اړتیاوو او لارو چارو ته د لازمو تدابیرو نیول یې لویه بیلګه ده؛ چې ډیرو منابعو او ګډو هلو ځلو ته اړتیا لري.
د کار چارو معین زیاته کړه: بیکاري د افغان ولس او اسلامي امارت لپاره ننګونه ده؛ چې د راټیټولو په موخه یې بې‌شمېره هلې ځلې کوو، چې د کار ملي کانفرانس بریالي دائریدل، د هغه د ژمنو تعقیبول، په تورخم، سپین‌بولدک، اسلام‌قلعه او انګور هډې په ځمکنیو بنادرو کې د راستنېدونکو افغانانو د ثبت او راجسټر کمیټې منځته راتلل یې غوره بیلګې دي؛ چې له نیکمرغه تر اوسه یې تر یو لکو شاوخوا راستنېدونکو افغانانو مهارتونه، تجربې، مسلک، تعلیم او تحصیل ثبت کړي، ترڅو د کارموندنې په برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د سرحدونو د کنټرول کمېټې له لوري د وروستې نشر شوي ګزارش په تړاو وویل: اړینه ده چې ګزارش ته ارقامو د راټولو مراجعیو او میکانیزم مشخص شي او په راتلونکې کې به غوره وي؛ چې له نشر وړاندې د امارتي ادارو له ارقامو سره پرتله شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې UNHCR مشر عرفات جمال هم په خپلو خبرو کې وویل: راستنېدونکو هېوادوالو ته په سرحدونو او پولو کې د افغانستان اسلامي امارت هڅې د ستایلو وړ دي او له هغوی سره مسلکي  او سخاوتمندانه چلند کیږي، اسلامي امارت، نړیوال سازمانونه او ملي سوداګر؛ خپلو اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو سره له راستنېدونکو هېوادوالو سره د ترانسپورت، بیااستوګنې او د ژوند نورو امکانانو په برابرولو کې مرستې کوي.
ښاغلي عرفات جمال ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې د ارقامو په راټولو کې له امارتي ادارو سره په پوره همکاري او همغږۍ هلې ځلې کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) مشرې می‌یا پارک په خپلو خبرو کې د راستنېدونکو افغانانو سره د امارتي ادارو او نړیوالو سازمانونو ګډې هلې ځلې وستایلې او هغه یې اغیزناکې وبللې.
آغلې پارک زیاته کړه: اوس‌مهال ډيرۍ راستنېدونکي افغانان کورنۍ دي، چې ډيرې پاملرنې او لاسنیوي ته اړتیا لري.
په پای کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي وویل: د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان له مخې د کارموندې کمیټه رامنځته شوي؛ چې مشري یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرغاړه لري، موږ مسلکي او مهارت لرونکي هېوادوال د معلوماتي ذخیرې په سیستم کې ثبتوو او اړونده ادارو ته یې معرفي کوو او غیرماهر راستنیدونکي هېوادوالو ته په ټولو ولایتونو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابروو، ترڅو وکولی شو د بېکارۍ کچه تر ډیره بریده راکښته کړو.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند او ارزګان ولایتونو کې ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول


  د هلمند او ارزګان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ؛ ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ( ۳۰۰ په هلمند او ۳۰۰ نورې یې په ارزګان) ولایتونو کې د ځانګړې سروې له‌مخې تثبیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

کونړ کې ۸۲۳ تنه زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د څه باندې۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نقدي پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۲۳ تنه له زیان سره د مخ مېرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۹۴۲۳۷۴۶ افغانیو په ارزښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د کار چارو معین د ناروې د کډوالو شورا له مشر سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ناروې د کډوالو شورا له مشر ښاغلي تاریا مګنوسن واټرډال سره وکتل.

کتنه کې ښاغلي تاریا له. . .

بیرته خبرونو ته