د کار چارو معین د ساختماني شرکتونو د اتحادیې له رئیس سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۹:۴۳
ساختماني شرکتونو اتحادیه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ساختماني شرکتونو د اتحادیې له رئیس حمیدالله حبیبي او استازي سره وکتل.  
په پیل کې د ساختماني شرکتونو د اتحادیې رئیس حمیدالله حبیبي په خبرو کې د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، له امارتي ادارو سره د همکارۍ او همغږۍ په رامنځته کولو، د کار په کیفیت، د متخصصو کسانو او د فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شویو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د ظرفیت لوړونې او کاري زمینو د برابرولو په موخه معلومات شریک کړل.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د اتحادېې د هلو ځلو ستاینه او زیاته یې کړه: چې د افغانستان اسلامي‌امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، ترڅو په ټولنه کې ماهر او مسلکي کارګران وروزي، د کار بازار اړتیاوې تشخیص کړي، د ودانیزو چارو په برخو کې نړیوالو معیارونو ته په کتو کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو، انجینرانو او مسلکي کارګرانو ته د کار او فعالیت زمینه برابره کړي، د انساني کرامت خوندیتوب، ځوانانو ته په مختلفو برخو کې د کارموندنې، د کاري زمېنې پراختیا، د فني او حرفوي زده‌کړو برنامو په لاره اچولو او د امکان په صورت کې یې د اشتغال لپاره د ماهرو کاریګرو په توګه بهرنیو کارګرمنونکو هېوادونو ته ولېږي.
همداراز مولوي احمدزي زیاته کړه، دا زمونږ دنده ده، ترڅو په ټولنه کې د بېکارۍ د کچې په راټیټولو، د غوره او معیاري کار ترویج، د ټولګټو پروژو د تطبیق د څرنګوالي او ولسونو ته د آسانتیاوو د برابرولو په برخو کې خپلې هڅې جاري وساتو او ټولنه د باثباته راتلونکي لور ته رهبري کړو.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۶
Background image

په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛  مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د کارګر حقوق یوازې په اسلامي شریعت کې خوندي دي


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل: د نړۍ ټولو حقوقي نظامونو په پرتله یوازې اسلامي شریعت دی؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

ننګرهار کې ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال په سولر او انورټر حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۲۹۲۵۰۰ افغانیو. . .

بیرته خبرونو ته