کابل کې ۳۶۱۸ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ته البسه توکي ووېشل شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۳۸
کابل

کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ماشوم ساتنې ریاست په هڅو او همغږۍ د کابل ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه ۳۶۱۸ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته ژمنۍ البسه و ویشل شوه؛ په دغو مرستو کې هر ماشوم ته د ۳۳۴۴ افغانیو په ارزښت ژمنۍ البسه (جمپر، د غاړې دستمال، دست‌کشې، بالاپوش او کمپلې) اخیستل شوې وه، چې مجموعي قیمت یې ۱۲۱۰۰۰۰۰ افغانۍ کیږي. 
د یادو توکو د وېش پر مهال د ماشوم‌ساتنې ریاست استازي په خپلو خبرو کې د العین ټولنیزو مراقبتونو د همکارې موسسې  له مرستو د مننې سربېره وویل: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا خپل مسئولیت ګني، چې د ژمي په موسم کې په مرکز او ولایتونو کې د بیوزلو، اړمنو، شاقه‌کارو، د سرک سر کاریګرو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او هغوی ته تر یو بریده د ژوندانه سهولتونه برابر کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۶
Background image

په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛  مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د. . .

بیرته خبرونو ته