غزني کې ۱۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۱
غزني

د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۵ تنه ځوانان د فلزکارۍ په حرفه کې؛ تر درې میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او تصديق‌پاڼې ترلاسه کړې.

په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج عبدالقيوم مکلوم په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د ا.ا.ا په ځانګړې ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د بېکارۍ کچې په راټيټولو او د کار بازار اړتياوو ته په کتو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

همداراز نوموړي له فارغ شویو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې له ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه  په پوره ډول استفاده وکړي او  په ترلاسه کړي کسب کې د نورو هېوادوالو خدمت وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته