د ټولنیزو چارو معین د نوف آنلوس موسسې له مشرې سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله آمینزاده د خپل کار په دفتر کې د نوف آنلوس (NOVE ONLUS) همکارې موسسې له مشرې سوسانا فیوریټی سره وکتل او د ټولنیزو همکاریو د پراختیا په موخه یې خبرې وکړې.
په پیل کې د یادې موسسې مشرې په کاپیسا ولایت کې د خپلو ترسره شویو فعاليتونو، لاسته راوړنو، راتلونکي پلانونو سربېره په روزنتونونو کې د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو د تعلیم، تربیې، روغتیا او زدهکړو پر څرنګوالي او یادو ماشومانو ته په معیاري ډول د خدماتو په وړاندې کولو، د هغوی د ستونزو د حل او لاسنیوي په اړه معلومات شریک کړل.
ورپسې د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله آمینزاده د اړمنو قشرونو د ملاتړ او د ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې د همکارو بنسټونو رول مهم وباله او د وزارت له لومړیتوبونو سره سم یې د همغږۍ او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
همدا راز مولوي آمینزاده د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو اړوندو برخو له لارې هڅه کوي، د همکارو موسسو په همغږۍ اړمنو کورنیو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو او نورو زیانمنونکو قشرونو ته لازم ټولنیز خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده؛ چې په یاده ناسته کې د ټولنیزو چارو مشاور مولوي محمد اصغر صفدري او د ذکورو د روزنتون رئیس مولوي عبدالرقیب احمدي هم ګډون درلود.
