آشیانه مرکز څخه د کار او ټولنیزو چارو سرپرست لیدنه او د ماشوم ادبیاتو نندارتون پرانسته
په هیواد کې د ماشوم اونۍ د نمانځنې پروګرامونو په لړ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست غلام حیدر جیلاني د آشیانه مرکز څخه لیدنه و کړه او د ماشومانو ساتنې ریاست له خوا د ماشوم ادبیاتو نندارتون یې پرانست.
ښاغلي جیلاني آشیانه مرکز کې د ماشوم ادبیاتو نندارتون د پرانستې تر څنګ د یاد مرکز د مسؤلینو او ماشومانو غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او د ستونزو د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه و کړه.