د مسلحانه شخړو څخه د متضرره ماشومانو لپاره حمایوي مرکز جوړیږي.

publish
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۱ - ۱۳:۵۳
5

هغه ناسته چې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني په مشرۍ جوړه شوې په کې د وزارت مقام د دفتر، د تدارکاتو، د روزنتونو ماشومانو د ساتنې او ملاتړ برخو رئيسانو په کې برخه اخیستې وه، چې د مخلتفو موضوعاتو اړوند هر اړخیزې خبرې او بحث و شو.

د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د خپلو خبرو په ترڅ کې د متضرره مختلفو ګټګوریو ماشومانو ستونزې مهمې یادې کړې او دې ستونزو ته د رسیدو او حل په برخه کې یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې و کړې.

غلام حیدر جیلاني همدارنګه زیاته کړه، چې د ولسمشر د حکم له مخې به د کار او ټولنیزو چارو وزرت او نورو زیربطه ادارو سره په همغږۍ د شخړو څخه د متضرره ماشومانو لپاره د امید( فنیکس) کمپ کې یو حمایوي مرکز جوړ شي، نوموړي په دې برخه کې اړوند مسؤلینو ته لارښوونه و کړه، څو د یاد مرکز د جوړیدو چارې د امنیتي مسؤلینو او  نورو زیربطه ادارو له استازو سره په همغږۍ پيل او ژر تر ژره یې بشپړ کړي.

 په دې جلسه کې د مالیې وزارت وزیر په رهبرۍ د علمي او فرهنګي شورای لپاره د اماده ګۍ او د ټولنیزو چارو معینیت د تشکیل اړوند هم بحث و شو او د ستونزو د هر اړخیزه حل په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازم هدایات ور کړل شول.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته