په حکومتوالۍ کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د اداراتو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

naweed_admin
Wed, Jun 01 2022 9:54 PM
W

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت، و لوړو زده کړو وزارت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ترمنځ په کاري چارو د ساده کولو او په فعالیتونو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د حکومت په رسنیو مرکز کې جوړه شوې وه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین وویل چې د اسلامي امارت اصلي موخه حکومت کول نه بلکې ولس ته خدمت کول دی او دې یادو هوکړه لیکونه اصلی موخه د خدمتونو په وړاندې کولو کې د آسانتیاوو رامنځته کول دی.
مولوي حقبین وویل:  هڅه کوو په خپلو فعالیتونه کې ولس ته لمړیتوب ورکړو، ولس هیر نه کړو، له ملت سره په خپلو ژمنو باندې وفا وکړو، کار اهل کار ته وسپارو، خپل خدمات له اخلاص او صداقت سره ولس ته وړاندې کړو او نوره کوښښ هم کوو ترڅو په یادو خدماتو کې نور سهولتونه هم رامنځته شي.
وروسته د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمدجان احمدي وویل: د نړۍ په اکثره هیوادونو کې د حکومتوالۍ په چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره مستقلې ادارې موجودې دي چې اصلي موخه یې د بااستعداده بشري سرچینو روزنه او جلب کول، د ظرفیتونو لوړول، مډرنه حکومتوالۍ رامنځته کول، له استخدام څخه څارنه، د ملکي مامورینو شکایتونو اوریدل او په اداره کې د اصلاحاتو منځته راوړل دي.
مولوي احمدي زیاته کړه: د پروسو ساده کول خلکو ته آسانې، روڼتیا، وخت سپما او چټکتیا منځته راوړي، لګښتونه راکموي، په مسوولیتونو او صلاحیتونو کې وضاحت پیدا کیږي او د ملت او دولت ترمنځ واټن راکموي.
د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمدجان احمدي وویل: په ټول حکومت کې ۳۶۷ ډوله جوازونه په ګوته شوې چې ډیرۍ ېې د صنعت او تجارت وزارت پورې اړه لري چې هم په یاد وزارت او هم نورو وزارتونو او ادارو کې ډیره آسانې رامنځته شوې، د مثال په توګه د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د روزنتون یو معلم په تبدیلۍ کې پخوا ۲۳ قدمونو او ۴۵ ورځو ته اړتیا وه چې اوس یاده موده ۱۲ قدمونو او ۲۴ورځو ته راکمه شوې ده او همدا شان په روزنتونونو کې د بې سرپرسته ماشومانو جلب پروسه ۴۰ورځو څخه ۴ ورځو ته راکښته شوې ده.
وروسته د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي خلیل الرحمان حقاني وویل چې  د ادارو په کار او فعالیت او ولس، کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ته د کمکونو په توزیع کې تأخیر د منلو وړ نه ده او په یاده برخه کې زیاتې اسانتیاوې راغلی دي.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وویل چې د اشغال له خاتمې وروسته د بیارغونې په مرحله کې د کاري پروسو آسانتیا یو اصل دی، مولوي حقاني په قوانینو کې پیچلتیا د ساده کولو پروړاندې لوی خنډ یاد کړ او زیاته یې کړه چې اوس د لوړو زده کړو په وزارت کې د استادانو په جلب او استخدام لوی سهولتونه رامنځته شوې دي.
د ملکي خدماتو او اصلاحاتو ادارې رییس مولوي عبدالحنان عارف الله؛ وویل: غواړو چې نن یوولس هوکړه لیکونه لاسلیک کوو چې ۷ د  کډوالو او راستنیدونکی وزارت او ۴ نور یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پوری اړه لري او له یادو هوکړه لیکونو له لاسلیک څخه اصلي موخه په کاري چارو کې له خڼډ او ځند او که کاغذپرانۍ څخه مخنیوی دی.
په غونډه کې د مسلکي او تخنیکي ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت وویل: په نړۍ کې له هر تغییر سره باید  ځان عیار کړو  او مغلقي او پیچلی کاري پروسې باید آسانه کړو؛ مولوي شهامت وویل چې زموږ په اداره کې به د پروسو اسانتیا رامنځته کول په رښتینې توګه پیل شي.
د ویلو ده چې د یادو هوکړه لیکونو په لاسلیک سره به په پورتینو حکومتي ادارو کې د خدماتو په وړاندې کولو او د جوازونو په توزیع کې به پوره سهولتونه رامنځته شي.

Latest news

Sun, Aug 24 2025 3:53 PM
Background image

Distribution of Work Tools to 216 Needy people in Kabul

Through the cooperation and efforts of the Ministry of Labor and Social Affairs work tools provided to needy and underprivileged individuals in Shakardara District of Kabul. A special. . .

Mon, Aug 18 2025 2:23 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs met with the Da Afghanistan Bank Governor

Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs, met with the Governor General of Da Afghanistan Bank, Mawlavi Noor Ahmad Agha, in order to follow up on the. . .

Mon, Aug 11 2025 8:48 AM
Background image

Graduation Ceremony of 126 individuals from Logar Vocational Training Center

Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs, participated in and delivered a speech at a graduation ceremony for 126 individuals from Logar Vocational. . .

BACK TO NEWS