د کار په انسټیټیوټ کې پر نصابونو او څیړنیزو موادو د بیاکتنې او پراختیا تر نامه لاندې درې ورځینی روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
Tue, Feb 18 2025 3:17 PM
کار انسټیټيوټ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند امارتي انسټیټیوټ کې د کابل، ښوونې او روزنې؛ کاردان، او رڼا پوهنتونونو او د علومو اکاډمۍ د استادانو په حضور او همکارۍ سره په نصابونو او څیړنیزو موادو د بیا کتنې او پراختیا تر سرلیک لاندې درې ورځینی روزنیز پروګرام پیل شو. په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیم‌الله صراح په خپلو خبرو کې وویل: په نصابونو او څیړنیزو موادو بیاکتنه د غوره کیفیت په لور یو غښتلي ګام دی او په دې ډګر کې به خپلې هلې ځلې لا ډیرې کړو ترڅو د فني او حرفوي زده‌کړو په نصاب او بهیر کې بهتروالی راشي. ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار انسټیټیوټ رئیس شریف‌الله شرافت په خپلو خبرو کې وویل: هڅه کوو ترڅو  په کور دننه او نړیواله سطحه د کار بازارونو ته مسلکي کاریګر وروزو. شریف‌الله شرافت زیاته کړه: د کار انسټیټیوت توانیدلی چې په تېرو لسو میاشتو کې څه باندې زرو تنو امارتي او غیرامارتي ادارو کار کوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په برخه کې زده‌کړې ورکړي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS