د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په دوهیمه ربع کې د ۱۹۲۱ تنه ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې ده

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست د روان کال په دوهیمه ربع کې د ولایتي ریاستونو په هلو ځلو په هېواد کې نږدې ۱۹۲۱ تنه ردمرزي او ورکشویو ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د ماشوم ساتنې ریاست د ارقامو له مخې؛ په یادو ماشومانو کې ډېری د فراه، بامیان، جوزجان، کندز، لوګر، کاپیسا، بغلان، پروان، غور، دایکندي، سمنګان، لغمان، بادغیس، غزني، نورستان، سرپل، هرات، پکتیکا، ننګرهار، بلخ او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي دي، چې د ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو څخه ردمرز شوي وو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو ولایتي ریاستونو په هڅو او همغږۍ بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت، اړوندو ولایتي ریاستونو او همکارو موسساتو په ګډو هڅو د دې ماشومانو د کورنیو تر پیدا کېدو پورې د دوی د استوګنې، خوراک، څښاک او د لارې کرایه سربېره د ماشوم ساتنې کمېټې له لوري د ماشومانو د حقونو په اړه ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه هم وړاندې کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو د ملاتړ او ساتنې په ډګر کې له موسساتو او خیریه بنسټونو سره ۷ هوکړهلیکونه هم لاسلیک کړي دي.