د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست، افغانستان کې د کار نړیوال سازمان (ILO) د دفتر رئیس سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین او د مقام د دفتر رئیس ملا شرفالدین شرف هم ګډون درلود، افغانستان کې میشت د کار نړیوال سازمان له رئیس رامین بهزاد سره وکتل.
کتنه کې ښاغلي بهزاد د یاد سازمان د فعالیتونو او موخو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ وویل: دې سازمان هڅه کړې چې افغانستان ته د کار په برخه کې د نړیوالو معیارونو او تخصصي تجربو د انتقال زمینه برابره کړي، چې پدې برخه کې لاسته راوړنې هم لري او د حکومت، د کارګرانو او کارفرمایانو اتحادیې په ګډون توانیدلي چې د غوره کار ملي برنامې تر نامه لاندې پروګرام چې د کار په برخه کې یې مثبت اغیز درلود، او پخوا په لار اچول شوی وو یو وار بیا تمدید کړي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري خپلو خبرو کې وویل: تمه ده چې له دې وروسته یاد سازمان د کار په برخه کې له دې وزارت سره نږدې همکاري او همغږي ولري ترڅو د کاري زمینو د برابرولو او مسلکي او تخصصي تجربو د شریکولو په برخو کې مطلوبې پایلې ترلاسه شي.
ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري ترڅو افغانستان کې د کار نړیوال سازمان د دفتر، اړوندو ادارو او اتحادیو په ګډون کنفرانس جوړ او په هغې کې د کار په برخه کې شته ستونزې او خنډونه وڅېړي او د حل لارې یې وپلټې چې پدې برخه کې د کار نړیوال سازمان همکاري اړینه ده. چې د ښاغلي رامین بهزاد له لوري د هر راز همکارۍ ژمنه وشوه.
په پای کې دواړو لورو په دې ټینګار وکړ چې په منظم ډول دې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او افغانستان کې د کار نړیوال سازمان د دفتر ترمنځ ناستې او کتنې دوام و مومي.