د کار چارو معین د پکتيا ولايت د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارې و ارزولې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۳:۵۷
پکتیا

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، د پکتيا ولايت د کار او ټولنیزو چارو ریاست څخه لیدنه ترسره او د دې ریاست چارې یې و ارزولې.

په پیل کې د دې ولایت د کار چارو رئیس، قاري عبدالرحیم نصرت مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، د پکتيا زون په کچه د کار جوازونو د برېښنايي سیستم د فعالیت د پیل او له دې لارې هېوادوالو ته د سهولت د برابرېدو په اړه توضیحات شریک او هم یې له ځينو همکارو مؤسسو سره مختلفو برخو کې د هوکړه‌ليکونو او په دې برخه کې د ستونزو او ځيني نورو ادارو له لوري د وظیفوي تداخل څخه یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د وزارت مقام د پاملرنې غوښتنه درلوده.

د کار چارو معین، الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي له روانو فعالیتونو څخه خوښي وښوده او د دې زون اوسېدونکو ته د لا زیاتو خدماتو په ترسره کېدو د ټینګار سربېره یې، د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د کار انسټیټیوټ د تدریسي نصاب او درسي موادو پر بیاکتنې څلور ورځنۍ غونډه پیل شوه

 دکار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند کار په انسټیټیوټ کې د تدریسي نصاب، درسي مواد و درسي محتوا د بیاکتنې لړۍ د علومو اکاډمۍ غړو، د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونو استادانو او دیني عالمانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د کار چارو معین د پکتيا ولايت د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارې و ارزولې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، د پکتيا ولايت د کار او ټولنیزو چارو ریاست څخه لیدنه ترسره او د دې ریاست چارې یې و ارزولې.

په پیل کې د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۹:۵۱
Background image

د کار چارو معین د خوست له والي سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خوست ولايت ته په خپل کاري سفر کې، د دې ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره وکتل.

کتنه کې دواړو لورو خلکو ته. . .

بیرته خبرونو ته