د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست کابل کې مېشت د ترکیې جمهوریت له سفیر سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري نن د خپل کار په دفتر کې، کابل کې مېشت د ترکیې جمهوریت له سفیر ښاغلي جهاد ارګینای سره وکتل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ارګیناي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د دوست هېواد ترکیې د ولسمشر په توګه د جلالتمآب رجب طیب اردوغان د بیاځلې ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او نوموړي ته يې په چارو کې د لابریاوو هیله مندي وکړه.
ملا عبدالمنان عمري همداراز مختلفو برخو کې افغانستان سره د ترکیې هېواد له مرستو څخه په مننې سره وویل : هيله مند یو چې د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره ترکیې هېواد ته د افغان کارګرانو د اعزام پروسه، چې په اړه یې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې هوکړه لیک هم لاسلیک شوی، د تطبیق او عملي کېدو پروسه پیل شي چې دې سره به د غیرقانوني مهاجرتونو مخنیوی وشی او هم به ترکیې ته د ماهرو او مسلکي کاریګرو د لېږد زمینه برابره شي.
ورپسې ښاغلي جهاد ارګینای خپلو خبرو کې د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي په اړه د افغانستان د اسلامي امارت له کړنو او هڅو څخه خوښي څرګنده او ډاډ یې ورکړ، چې یاد موارد به دخپل هېواد له مسؤلوچارواکو سره شریک او تعقیبوي.
په پای کې دواړو لورو ټینګار درلود چې د دې موضوع د تعقیب لپاره به وخت پر وخت ناستې کوي.