د تشکيل او بودجې اړوند ناسته و شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۱۵:۴۳
Q

د تشکيل او بودجې د بيا کتنې اړوند د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبري پلاوي ناسته و شوه. 
پيل کې د کار او ټولنيزو چارو وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) خبرې وکړې او د اوسني تشکيل په پاتې کېدو او کارکوونکو د نه تنقيص کيدو باندې يې ټينګار وکړ، زياته يې کړه: اوسني ټول بستونه د وزارت رهبرۍ له لوري څيړل شوي چې هر بست په خپل ځای خاص ارزښت لري چې د کارونو د لا ښه والي په موخه نه تنها دا چې اوسني بستونه او کارکوونکي بايد و ساتل شي بلکې لا زيات شي. 
وروسته د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي دين محمد حقبين خبرې وکړې و يې ويل، چې د وزارت اړوند د ټولو مرکزي او ولايتي ادارو ستونزو ته بايد پاملرنه و شي او ټول هغه کادرونه چې په دې وزارت کې کار کوي، د دې وزارت پانګه دی او بايد و ساتل شي. 
د کار چارو مرستيال مخدوم عبدالسلام سعادت د خپلو خبرو په ترڅ کې دا وزارت يو مهم او سکتوري وزارت ياد کړ و يې ويل: د کار او ټولنيزو چارو وزارت د اسلامي امارت د ادارو ترمنځ د ستون فقرات حيثيت لري او نه بايد لکه د نورو ادارو په څير له دې وزارت سره د تشکيل او بودجې برخه کې برخورد و شي ځکه دا وزارت د انسان له وړکتوب بيا تر سپينږيتوبه د هيواد خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي؛ نو ځکه که له دې زيات د دې وزارت تشکيل متضرر شي بيا به په هغسې توګه چې لازم دی خدمتونه وړاندې نشي کړای او خدمتونو کې به سکتګي را منځ ته شي، چې د تشکيل د لا ريات متضرر کيدو په صورت کې به زيات متخصص او مسلکي کارکوونکي هم له لاسه ورکړو؛ نوموړي زياته کړه چې زموږ ژمنه ده چې مسلکي کسان به دې وزارت کې ساتو. 
د غونډې پای کې يوې کميټې ته دنده ورکړل شوه څو د وزارت د تشکيل او بودجې برخه کې د رياست الوزرا د اداري معاونيت مقام سره ناسته وکړي او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د تشکيل پر ځای پاتې کيدو او بودجې برخه کې ورسره په منطقي دلايلو بحث او دفاع وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

د کار چارو معین د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته رسمي سفر وکړ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته په خپل رسمي سفر کې، له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د فارغو شویو ځوانانو په فراغت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۲۸
Background image

بلخ او کونړ ولایتونو کې ۱۳۱۸ تنو زلزله ځپلو، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه


د بلخ او کونړ ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ د بلخ په ولایت کې ۱۱۶۸ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو او همدارنګه د کونړ په ولایت کې او ۱۵۰ تنو نورو د زلزلې له امله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۴
Background image

کابل کې ۱۴۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ اړوند د مهارتونو د پراختيا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ ۱۴۰ تنه ځوانان؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه فارغ او تصديق‌پاڼې ترلاسه کړې.

په. . .

بیرته خبرونو ته