د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د خوځښت، غوره همغږۍ او چارو د لا ښه والي په موخه د يوې جامع طرحې د انسجام او توحید لپاره ناسته وشوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۲:۲۸
ض


د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه او د ریاست الوزراء په لارښوونه،  د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د خوځښت او په ټولو کاري چارو کې د پوره همغږۍ او غوره والی لپاره د يوې جامع طرحې جوړولو لپاره د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مشرتابه د تیرې غونډې پر دوام د لسګونو کاري کمیټو د همغږۍ او انسجام لپاره دا ځل هم دکار او ټولنیزو چارو وزارت  د سرپرست وزیر ملا عبدالولي څارنوال (حاجی وارث)  تر مشرۍ لاندې، د کار ي چارو مرستیال وزیر مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د مالي او اداري چارو مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین، د وزارت محترم مقام دفتر رییس مولوي شرف الدین شرف او نورو اړونده ریاستونو په ګډون  دریمه  ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر  ملا عبدالولي څارنوال (حاجی وارث)   وویل چې د وزیرانو شورا په وروستۍ غونډه کې پریکړه وشوه چې د اسلامي امارت هره اداره مکلفه دي چې خپلې اړونده مقررې، لوایح، طرزالعملونه او طرحې په هر اړخیز ډول وڅیړي او هغه مادې، فقرې او موارد پیدا کړي چې د اسلامي امارت له پالیسیو او شریعت سره په ټکر کوي، خپله جرحه ورباندې ولیکي او د اصلاح او تعدیل لپاره د دوو میاشتو په بهیر کې د اسلامي امارت مشرتابه پلاوي او ریاست الوزراء ته ولیږي.
په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوندو ټولو مقررو، لوایحو، طرزالعملونو د څیړلو او نظارت لپاره د کاري چارو مرستیال وزیر مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، تر مشرۍ لاندې یو  لس کسیزه کمیسیون ته دنده وسپارل شوه د متخصصینو، کارپوهانو، علماوو او شیوخو نظریات هم واخلي او چې یاد شوې موارد په غور وڅیړي.
په یاده غونډه کې مالي او اداري چارو مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبين وویل چې په ټولو موضوعاتو کې زموږ لپاره اهم موضوع د تشکیل ده چې بايد ریاست الوزراء محترم مقام د اداري چارو مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی سره  نهایي شي ځکه چې په ټول هیواد باندې د اسلامي امارت په واکمنیدو سره په هیواد کې امن راغلی او پکار ده چې زموږ د وزارت خدمات د هیواد ټولو لریو پرتو سیمو ته وغځول شي؛ چې د دې کار لپاره زیاتو منابعو او مسلکي پرسونل ته اړتیا لیدل کیږي.
د یادولو وړ ده چې په غونډه کې د لسګونه کاري کمیټو طرحو څخه؛  شپږو کمیټو  خپلې مفصلې طرحې په مشروح او بش‍پړ ډول ناستې ته وړاندې کړي او بیاد هم د کاري چارو مرستیال وزیر مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، تر مشرۍ لاندې  لس کسیزه کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې یادې شپږې طرحې په هر اړخیز ډول وڅیړي او په پایله کې یوه منسجمه او جامع طرحه ترې ترتیب کړي ترڅو د ریاست الوزراء مقام ته د توشیح لپاره ولیږل شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۵
Background image

په مرکز او ولایتونو کې د امارتي ادارو د تفتیش بهیر پیل شو

د کار د رژیم او د ریاست الوزراء د حکم پر اساس د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم؛ په امارتي ادارو کې د کار د غوره تنظیم، اداري نظم د ساتنې، کاري انضباط د تأمین او په چارو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د لوی اختر په مناسبت ۳۵۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته کالي ووېشل شول

د لغمان او کاپیسا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ د لغمان ولایت ذکورو روزنتون ۱۲۵ تنه او ۱۲۵ تنه نور د کاپیسا  ولایت  یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د راتلونکي نیکمرغه لوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۵
Background image

د کار او ټولنیزو وزرات کې د اسنادو د مدیریت او آسان وظیفې د سیسټمونو د فعالېدو په موخه، هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ترمنځ، د اسنادو د مدیریت او آسان وظیفې د سیسټمونو د رامنځته. . .

بیرته خبرونو ته