لغمان کې درې‌وېشت تنو ته د کار وسایلو په وېش سره د کار زمینه برابره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۴
n

د لغمان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست په هلو ځلو هغو ۲۳ تنو ته د ۶۵۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت کاري وسايل ووېشل شول؛ چې تېره مياشت له سروې وروسته مستحق تثبیت شوي وو.
هغې غونډه کې؛ چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه او د لغمان ولایت د اقتصاد ریاست استازي هم حضور درلود، د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي وویل: یاد توکي د کار بازار د اړتیاوو سره سم او همداراز د مستحقو او کسب‌لرونکو اشخاصو له تثبیت او تأیید وروسته، اړمنو کسانو ته ووېشل کیږي.
د لغمان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست او مستفدینو د سرف-افغانستان همکارې مؤسسې له مالي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ له نورو خیریه بنسټونو او ادارو څخه وغوښتل چې له کسب‌ګرو او بیوزله هېوادوالو سره دا ډول مرستو وېش ته مخه کړي، ترڅو له یوې خوا هغوی د بیوزلۍ له کرښې راووزي او له بله پلوه د دوامداره کار څښتنان شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته