په کابل او بغلان کې د ظرفیت لوړونې په موخه ښوونیزې برنامې پیل شوې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۰:۱۳
ظرفیت لوړونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار انستیتیوټ په هڅو او همغږۍ، په کابل او بغلان  ولایتونو کې د امارتي ادارو کارکوونکو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه، د کارکوونکو چارو مدیریت، له ادارې سره د کارکوونکو کاري اړیکې، په کار کې د رامنځته شویو اختلافاتو د حل لارو، د ښوونې او روزنې  بنسټونو او د تدریس عمومي مېتودونو ترنامه لاندې شپږ ورځینۍ ښوونیزې برنامې پیل شوې.
 امارتي ادارو کارکوونکي به؛ د یادو ښونیزو برنامو په پیل سره په یوه اداره کې د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ، د کار کوونکو او ادارې متقابلو حقوقو او مکلفیتونو، د کارکوونکو د کاري حقوقو تأمین، په اداره کې د کاري اړیکو پیاوړتیا، د اجباري کار ممنوعیت، په چارو کې همکارۍ، صداقت او کاري انضباط په اړه هر اړخیز معلومات تر لاسه کړي. 
د یادونې وړده، چې د کار انستیتوټ له لوري د فني او حرفوي زده‌کړو په برخو کې استادانو ته هم روزنیز پروګرامونه لکه: د ریکشا ترمیم او ګرافیک ډیزاین ترعنوان لاندې هم پیل شول، ترڅو زده‌کوونکو ته مسلکي زده‌کړې ورکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته