د قرضونو را ټولولو کمېټې نوبتي ناسته و شوه
د کار او ټولنيزوچارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مسعودالله اورياخيل په مشرۍ د قرضونو را ټولولو کمېټې ناسته جوړه او په کې د قرضونو را ټولولو پر وړاندې د شته ستونزو او حل لارو اړوند هر اړخيز بحث و شو.
په ناسته کې د يادې کمېټې غړو د مالي او اداري چارو مرستيال سره د کار او ټولنيزو چارو وزارت قرضونو په ځانګړې توګه د وړکتونونو د فيس له امله د ګڼ شمير هيوادوالو او همدارنګه له وزارت څخه د شرکتونو د قرضدارۍ اړوند معلومات شريک کړل او د شته ستونزو د حل او يو منظم ميکانيزم په موخه يې د وزارت او کمېټې د رهبرۍ د همکارۍ غوښتنه و کړه.
د مالي او اداري چارو مرستيال مسعودالله اورياخيل بيا د خپلو خبرو په ترڅ کې د قرضونو را ټولول د دولت د عوايدو لوړيدو برخه کې مهم ياد کړل او د قرضونو لا ښه را ټولېدو برخه کې يې د کمېټې د غړو پر لا ښې همغږۍ او ګډ کار ټينګار وکړ.
د ويلو دی، چې د دولت د قرضونو را ټولولو عمومي کمېټه د ولسمشر د حکم له مخې د لويې څارنوالۍ د مرستيال په مشرۍ او د وزارتونو د مالي او اداري چارو مرستيالانو په غړيتوب جوړه شوې، چې ياده کمېته هر وزارت کې د مرستيالانو په مشرۍ فرعي کمېټې لري او موخه يې په ښه توګه د دولت د قرضونو راټول او د عوايدو لوړيدل دي.