د کارکوونکو ظرفيت لوړول د هرې ادارې او وزارت مهمه اړتيا ده.

publish
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۹:۳۲
1

 

کابل: ۱۴۰۰/۳/۱۲ هـ ش
دغه خبره د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مسعود الله اورياخيل د GIZ دفتر مسؤلينو سره په ناسته کې وکړه.
نوموړي د نړيوالو او مرسته کوونکو ادارو په ځانګړې توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د GIZ دفتر له همکارۍ څخه مننه وکړه او د وزارت کارکوونکو ظرفيت لوړولو او نورو مختفلو برخو کې يې د ياد دفتر د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي اورياخيل د خپلو خبرو په ترڅ کې د کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړول پروګرامونو جوړول د وزارت د کړنو په چټکتيا او پرمختګ مهم و بلل؛ و يې ويل، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په چوکاټ کې هم د ظرفيت لوړولو آمريت شته، چې وخت په وخت کارکوونکو ته په مرکز او ولايتونو کې د مهمو اداري موضوعاتو اړوند تريننګونه وړاندې کوي؛ خو د مالي امکاناتو او تشکيلاتي ستونزو له امله اړتيا ده؛ څو دې برخه کې ملي او نړيوالې مرسته کوونکې ادارې هم همکاري وکړي. 
ناسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت  د معلوماتي تکنالوژۍ رئيس آغا محمد حيدري له لوري د ياد رياست د اړتياوو اړوند او  د بشري سرچينو رئيس فردوس فرخ اميري د وزارت اړوند تشکيلاتو، د ظرفيت لوړولو آمريت کړنو او اړتيا اړوند معلومات وړاندې کړل. نوموړي همدارنګه د ظرفيت لوړولو برخه کې د وزارت د اړتياوو مطابق جوړ کړی کانسيپ( د ظرفيت لوړولو د شته موادو ستندرد کول، درسي موادو ژباړې، کار اړوند کتابتونونو جوړول، رهبرۍ او اجرايي کسانو په سطحه د تريننګونو جوړول) هم د GIZ دفتر مسؤلينو سره شريک او د همکارۍ غوښتنه يې وکړه. 
په ناسته کې د GIZ دفتر د MRSD پروژې مشر داکتر سټيفن او د ياد دفتر د ظرفيت لوړولو برخې متخصص تېمور انوار هم خبرې وکړې او د وزارت له لوري د وړاندې شوي کانسيپ ځينو برخو کې يې د همکارۍ او ګډ کار ژمنه وکړه؛ د ياد کانسيپت عملي کېدل يې ګټور وباله او د ډونرانو تشويقولو کې يې د ډونرانو غونډې رابللو برخه کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.
د ناستې پای کې د دواړو لوريو له لوري يو تخنيکي ټيم ته دنده و سپارل شوه؛ څو د ياد کانيسپت د تخنيکي څيړلو او عملي کولو برخه کې په ګډه او له نږدې کار وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته