میدان وردګو ولایت کې ۲۰۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د روزنتون پرانېسته وشوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۲۹
Q


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معين الحاجمولويمحمدزاهد، میدان وردګو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دې ولایت د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د حمایت په موخه ۲۰۰ تنو ماشومانو ته د روزنتون پرانېسته وکړه.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې، چې د ولایتي ادارې ځینو رئیسانو هم ګډون درلود؛ د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس مولوي عبدالغفور حیدري خپلو لنډو خبرو کې مېلمنو ته ښع راغلاست ويلو ترڅنګ، میدان وردګو ولایت ته د روزنتون د منظورۍ له امله یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ د پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.
ورپسې د میدان وردګو مرستیال والي حافظ سیدرحمن هم د اسلام له نظره د یتیمو ماشومانو د کفالت په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هڅو، پاملرنې او په ټول هېواد کې د روزنتونونو د فعالېدو له امله مننه وکړه. همداراز یې  د ولایت له لوري د میدان وردګو ولایت له روزنتون سره د همکاریو ډاډ څرګند کړ.
په همدې ترتیب د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد له یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت یاد کړ او څرګنده یې کړه: د افغانستان اسلامي امارت په حاکمیت سره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په ټول هېواد کې روزنتونونه فعال او په کې ګڼ شمېر ماشومانو ته د ژوندانه د لازمو سهولتونو، تعلیم، تربیې او روغتیايي خدماتو زمینه برابره ده. مولوي محمد زاهد ماشومانو ته په خطاب کې وویل: تاسو د بې‌سرپرستۍ او تنهایۍ احساس مه‌کوئ،  د افغانستان اسلامي امارت هر مسؤل ځان مکلف ګڼي، چې پوښتنه مو وکړي، سهولت درته جوړ او ستونزو ته مو رسېدنه وکړي. 
په پای کې یې ټینګار درلود چې د میدان وردګو ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست منسوبین دې، د دې ماشومانو د ساتنې، پالنې، تعلیم او تربیې ته پوره پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دې خپل مسؤلیتونه په ښه شکل ترسره کړي او هېڅ راز وظیفوي غفلت دې نه کوي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته