د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېرو درېوو میاشتو کې شاوخوا ۳۳ زره د کار جوازونه وېشلي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۰:۵۳
وزارت کار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت  د روان ۱۴۰۳ کال په درېیمه ربعه کې ۳۳۲۰۰  قطعې د کار جوازونه وېشلي او له دې لارې یې عواید را ټول کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ارقام ښيي چې ۲۱۵۶۷ تنه په امارتي سکتور، ۹۸۰۹ تنه هېوادوال په خصوصي سکتور کې په دندو ګمارل شوي، همدارنګه ۱۹۲۰ بهرنیو وګړو هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.
د یادولو ده چې  له دې ارقامو سره په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په درېوو ربعو کې د وېشل شویو کار جوازونو شمېر ۹۰۲۳۱ قطعو ته ورسېد.
همدا راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانیدلی، چې په تېرو درېوو میاشتو کې د کارموندنې نهه فعال خصوصي شرکتونه وارزوي.
د بشري ځواک لوی ریاست د ارقامو له مخې؛ تیره ربع کې د کارموندنې خصوصي شرکتونو ته ۴۴۶۱ تنو هېوادوالو مراجعه کړې ده، چې له هغې ډلې ۲۵۶۹ تنه امارتي او خصوصي سکتورونو او مؤسساتو ته معرفي شوي؛ چې له نېکمرغه ۱۷۸۰ تنو دندې هم ترلاسه کړي دي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۴۴
Background image

د داخلي تفتیش رئیس په مشرۍ پلاوي؛ غزني او زابل ولایتي ریاستونو چارې وارزولي

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس ملا شرف‌الدین شرف په مشرۍ پلاوي،  له میدان‌وردګو ولایت وروسته، د غزني او زابل د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو د چارو ارزونه وکړه.. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۰:۵۳
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېرو درېوو میاشتو کې شاوخوا ۳۳ زره د کار جوازونه وېشلي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت  د روان ۱۴۰۳ کال په درېیمه ربعه کې ۳۳۲۰۰  قطعې د کار جوازونه وېشلي او له دې لارې یې عواید را ټول کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ارقام ښيي چې ۲۱۵۶۷ تنه په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د داخلي تفتیش د رئیس په مشرۍ پلاوی؛ د جنوب او جنوب‌لویدیځو ولایتي ریاستونو چارې ارزوي؛

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د داخلي تفتیش د رئیس ملا شرف‌الدین شرف په مشرۍ یو پلاوي، د جنوب او جنوب‌لویدیځو ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو د چارو د ارزونې په موخه سفر پیل کړ.
د. . .

بیرته خبرونو ته