د کار نړيوالې ورځې نمانځنه په اصل کې د حق غوښتلو او د عدالت لپاره د مبارزې په معنی ده.
دغه خبره د کاري چارو مرستيال سيدعبدالکريم هاشمي د کار نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې و کړه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا نيول شوې وه، په کې د کاري چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي تر څنګ، د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان مشر منظور خالق، د کارګرانو اتحاديې مشر داکتر معروف قادري، د سوداګرۍ خونې مرستيال توفيق داوري، د وزارت سلاکارانو، رئيسانو او ګڼ شمير کارګرانو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې د کاري چارو مرستيال وويل: انسان چې له کله پيدا شوی، له همغه وخته کار هم پيدا شوی، کار ژوند دی او د ژوند د ادامې لپاره لازمي دي.
هاشمي زياته کړه، چې د کار او ټولنيرو چارو وزارت د يو پاليسي جوړونکې ادارې په توګه د کار نړيوال سازمان ټولو تعهداتو ته ژمن دی او تل يې هڅه کړې، چې د ادارو د تفتيش له لارې د کارګرانو لپاره مصؤن کاري محيط را منځ ته کړي.
د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان مشر منظور خالق بيا په وروستيو کلونو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا د قوانينو او مقررو جوړولو په برخه کې د وزارت کړنې و ستايلې او د کار اړوند تخنيکي همکاريو په برخه کې يې له وزارت سره خپلې ژمنې تازه کړې.
د کاړ نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې د وزارت ټولنيزو شريکانو( کارګرانو اتحاديې او سوداګرۍ خونې) مسؤلينو هم خبرې و کړې او د حد اقل مزد اړوند د ولسمشر د فرمان پر عملي کولو يې ټينګار و کړ.
په غونډه کې د وزارت رهبرۍ له خوا د وزارت خدماتي کارکوونکي په ډاليو او ستاينليکونو هم و نازول شول.
د ويلو دی، چې ۱۹۰ کاله وړاندې د امريکا شيکاګو ايالات يو شمير کارکوونکو د کاري ساعتونو، ناعادلانه حقوقو او ټولنيزو حقونو خونديتوب لپاره مظاهره و کړه، چې د وخت حکومت له خوا سخت و ځپل شول، دغه ورځ له همغه وخته د کارګرانو د عادلانه حقونو د تامينولو په موخه په ټوله نړۍ کې هر کال نمانځل کيږي.