هڅه کوو له مختلفو لارو چارو او طريقو څخه په ګټنې د بې سرپرسته ماشومانو د حقوقو خوندي کولو لپاره د عامه پوهاوي کمپاينونه جوړ کړو.
دغه خبره د ټولنيزو چارو مرستيال او د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست غلام حيدر جيلاني د ماشومانو اونۍ پرانست غونډه کې و کړه، نوموړي زياته کړه چې له دې ډول پروګرامونو يې موخه د بې سرپرسته ماشومانو حقوقو خوندي کول او ټولو هيوادوالو ته د بې سرپرسته ماشومانو پيغام رسول دي.
دغه غونډه د غازي سټديوم د واليبال جمنازيوم او د واليبال سياليو فاينل لوبې پرمهال په دې موخه جوړه شوې وه، څو د لوبغاړو او سپورت له لارې ګڼ شمير هيوادوالو ته د ماشومانو پيغامونه و رسول شي.
د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني په دې برخه کې د اولمپيک او بدني روزنې رياست مشرتابه نه د مننې ترڅنګ له ټولو هيوادوالو و غوښتل، څو د بې سرپرسته ماشومانو د حقوقو خوندي کولو لپاره خپل ايماني او وجداني مسؤليت ادا او د دې ماشومانو د روزلو په برخه کې همکاري و کړي.
غونډه کې د سيمه ايزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازي او د ملي اولمپيک کمېټې مشرتابه هم خبرې و کړې، دوی د کار او ټولنيزو چارو وزارت دغه نوښت و ستايه او پر هيوادوالو يې غږ و کړ، څو د بې سرپرسته ماشومانو حقوقو خوندي کولو کې همکاري و کړي.
د ويلو دی، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ماشومانو اونۍ د لا ښې نمانځې او ټولو هيوادوالو ته د ماشومانو پيغام رسولو په موخه د واليبال جمنازيوم څلورو خواوو، د لوبغاړو او ټولو ګډونوالو پر سينو د ماشومانو حقوقو خوندي کولو مختلف شعارونه لږولي او تومبلي وو.