د کار چارو معین د کورنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر سره وکتل 

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۹
د کار ملي کانفرانس

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت مرستیال سترپاسوال مولوي صدر ابراهیم سره وکتل.
د کتنې په پیل کې د کار چارو معین وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د بېکارۍ کچې د راټیټولو مسئولیت لري؛ او په همدې اساس یې د تېر کال د کار ملي کانفرانس جوړ کړ او اوس‌مهال د هغه د ژمنو پر تعقیب بوخت دی.
مولوي محمدزاهد احمدزي زیاته کړه: هڅه کوو چې له امارتي ادارو او بنسټونو او همدارنګه خصوصي سکتور سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ په هېواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه کړو؛ چې په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت هلې ځلې نه یوازې د ستایلو وړ دي، بلکې په دې ډګر کې د نورې همکارۍ تمه هم لرو؛ ترڅو په دې برخه کې د ولسونو ستونزې او شکایات له موږ سره شریک کړي او د متخصص بشري ځواک په استخدام کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره همغږي وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال سترپاسوال مولوي صدر ابراهیم هم په خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هلو ځلو او فعالیتونو د ستایلو سربېره ژمنه وکړه؛ چې په نږدې راتلونکې کې به د کمیت او کیفیت په اساس د خپلو اړتیا وړ خالي بستونو نوم‌لړ د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریک کړي؛ ترڅو په استخدام کې په تېرو دوو کلونو کې نویو راستانه‌شویو هېوادوالو ته لومړیتوب ورکړل شي او تر ډیره بریده د نویو راستنېدونکو هېوادوالو له هغو لستونو استخدام وشي؛ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره دي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

په هلمند کې ۲۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۲۰۰ تنه ځوانان د موبایل ترمیم، شیریني‌جوړولو، د موتر سیټ جوړونې، سولر سیستم، پر ټوکر باندې د غمیو نښلولو او خیاطۍ په حرفو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

بیرته خبرونو ته