د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
عامه پوهاوی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو کارکوونکو لپاره د پوهاوي درې‌ورځنۍ برنامه پیل کړه.
په دې برنامه کې د پلان جوړونې، راپور ورکولو، بودیجې، تفتیش او د نویو رامنځته شویو برېښنايي سیستمونو څخه د اغېزمنې استفادې په اړه کارکوونکو ته معلومات وړاندې کېږي، ترڅو د چارو په ترسره کولو کې لا ډېر انسجام او همغږي رامنځته، د مرکز او ولایتونو ترمنځ همکاري پراخه او کاري بهیر چټک شي.
د برنامې د پرانیستې په مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر، الحاج ملا عبدالمنان عمري، د پلان پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: اړینه ده چې د مرکز ترڅنګ په ولایتونو کې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اصلي مسئولیتونو ساحه خلکو ته روښانه شي، په هېواد کې موجود کاري بهیرونه په غوره توګه تنظیم، د کار بازار اړتیاوې په ګوته او د حل لپاره یې لازمې او چټکې لارې چارې وموندل شي.

نوموړي زیاته کړه: د فني او حرفوي زده‌کړو پراختیا، له زیان سره مخ اقشارو ته د خدمتونو د وړاندې کولو هڅو پراخول، د کار او فعالیتونو او شته منابعو ترمنځ د توازن رامنځته کول او د هر کارکوونکي لپاره د ادارې د موخو د تحقق روښانه مسیر ټاکل، د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
په همدې حال کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پالیسۍ او پلان رئیس، مولوي محب‌الله حبیبي، په خپلو خبرو کې وویل چې پلان د هر کارکوونکي، آمر او په ټوله کې د یوې ادارې موخې په روښانه توګه مشخصوي، کاري لومړیتوبونه ټاکي او د فعالیتونو په ترسره کولو کې د انسجام او همغږۍ زمینه برابروي.
د یادونې وړ ده، چې د برنامې په دوه‌یمه ورځ به د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند کار انسټیټیوټ، د نظارت او ارزیابۍ، د تکنالوژۍ او معلوماتو، بشري ځواک او ماشوم ساتنې ریاستونو استازي هم د ښوونیزو اړتياوو او تشریحاتي او تحقیقي فورمو، له زیان  سره د مخ اقشارو، د کار جوازونو د وېش، د رامنځته شویو الکترونیکي سیستمونو تشریح او څرنګوالي په اړه به ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړي. 
تمه ده چې په دې سره به په اداري چارو کې شته ستونزې حل او هېوادوالو ته په معیاري ډول خدمات وړاندې شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته