د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سره د سوداګرۍ خونې د مسؤلینو لیدنه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مومند او مرستیال خان جان الکوزي سره خپل کاري دفتر کې و کتل.
دې لیدنه کې دواړو لوریو د شرکتونو او سوداګرو اړوند ځينو ستونزو برخه کې خبرې و کړې. د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د سوداګرۍ خونې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ژمنه و کړه، هغه ستونزې چې او کاري روابط چې سوداګرۍ خونه یې له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره و لري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبري به یې په هر وخت کې همکاري و کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د سوداګرۍ خونې د مسؤلینو تر خبرو وروسته د ځینو کاري روابطو او ستونزو حل په موخه د وزارت اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه و کړه، څو په ښه همغږۍ ورسره لازمه همکاري و کړي.