د کار چارو معین د افغانستان بانک له لوی رئیس سره ولیدل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۲۳
افغانستان بانک

د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب، په ټولنه کې د کوچنیو او منځیو کاروبارونو د ترویج او ودې او په ټوله کې کورنیو او بهرنیو پانګه‌اچوونکو ته د نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي، د افغانستان بانک د ټولو رئیس مولوي نوراحمد آغا سره ولیدل.
د ناستې په پیل کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي وویل: په ټولنه کې د بېکارۍ او فقر کچې کمښت په موخه، اړینه ده؛ چې امارتي او خصوصي سکتورونو په ګډه همغږۍ او همکارۍ فعالیت وکړي او دغه موخې ته د رسېدو لپاره د کار ملي کانفرانس د ژمنو تعقیب اړین دی.
د افغانستان بانک د ټولو رئیس مولوي نوراحمد آغا په هېواد د کار ملي کانفرانس دایرول؛ لویه او مهمه لاسته‌راوړنې د یادولو ترڅنګ زیاته کړه: د افغانستان بانک په هېواد کې د بېکارۍ او بې‌وزلۍ کچې کمښت ته ژمن دی، او په دې ډګر کې یې کوټلي ګامونه اخېستي، پر بانکو کې د خلکو په اماناتو محدودیتونه کم شوي دي، د ملي پولي واحد ارزښت ثابت ساتل شوې،  هوډمن یو؛ چې د کوچنیو او منځیو کاروبارونو د ترویج او ودې په موخه هېوادوالو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې لنډمهالي او منځ‌مهالي پورونه ورکړو او باوري یو چې د افغانستان بانک د ملي ذخایرو د آزادیدو په صورت کې به په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچه تر ډیره بریده راټیټه شي.
په پای کې د کار چارو معین؛ د بېکارۍ او بې‌وزلۍ کچې په کمښت کې د افغانستان بانک هڅې وستایلې او د هغوی  له ټولو فعالیتونو او هلو ځلو څخه یې مننه سربېره پانګه‌والو او متشبثینو ته د نورو سهولتونو د برابریدو غوښتنه وکړه.

 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند او ارزګان ولایتونو کې ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول


  د هلمند او ارزګان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ؛ ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ( ۳۰۰ په هلمند او ۳۰۰ نورې یې په ارزګان) ولایتونو کې د ځانګړې سروې له‌مخې تثبیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

کونړ کې ۸۲۳ تنه زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د څه باندې۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نقدي پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۲۳ تنه له زیان سره د مخ مېرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۹۴۲۳۷۴۶ افغانیو په ارزښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د کار چارو معین د ناروې د کډوالو شورا له مشر سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ناروې د کډوالو شورا له مشر ښاغلي تاریا مګنوسن واټرډال سره وکتل.

کتنه کې ښاغلي تاریا له. . .

بیرته خبرونو ته