کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زدهکړو څخه فارغ شول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته، د خیاطۍ، د تعمیراتو برېښنا، بوټګنډلو، بېګګنډلو او د کورنیو برېښنایي وسایلو د ترمیم په حرفو کې تصدیقپاڼې ترلاسه کړې. په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زدهکړو د مرکزونو د تنظیم ریاست استازي په خپلو خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای دی، چې له زدهکړو او مسلکي مهارتونو سره سمبال کسان بېرته خپلو کورنیو او ټولنې ته وړاندې کېږي، څو له دې وروسته د ټولنې پر اوږو بار نه، بلکې د ماهرو کارګرانو په توګه به د کار بازار ته داخل شي. همداراز، نوموړي له فارغ شویو کسانو څخه غوښتنه وکړه، چې له ترلاسه شویو زدهکړو، تجربو او مهارتونو څخه په غوره توګه استفاده وکړي او د خپلو کورنیو لپاره د حلالې نفقې د پیدا کولو وسیله وګرځي. ورپسې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت د پلچرخي د فني او حرفوي زدهکړو مرکز آمر مولوي عبدالباقي خیرخواه هم په خپلو خبرو کې، په هېواد کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فعالیتونو ترڅنګ، د معتادینو راټولول، درملنه او له درملنې وروسته هغوی ته د فني او حرفوي زدهکړو د زمینې برابرول، د هغوی د بیا ادغام لپاره اغېزمن اقدام وباله. مولوي خیرخواه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د معتادینو د درملنې ترڅنګ هغوی ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابرول د دې لامل کېږي چې له درملنې وروسته بېرته پر خپلو پښو ودرېږي، د کار او عاید زمینه ورته برابره شي او په ټولنه کې د یوه فعال او مسئول وګړي په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي. د یادونې وړ ده چې له یادو فارغ شویو کسانو څخه د خیاطۍ حرفې زدهکوونکو ته کاري وسایل هم ووېشل شول.
